The news is by your side.

طالبانو د تېر کال فارغ شویو نجونو ته په کانکور کې د ګډون اجازه ورکړه

د طالبانو حکومت هغه نجونو ته په کانکور کې د ګډون کارتونه وېشلي چې تېر کال له ښوونځیو فارغې شوي دي.

خو په ورته مهال هغه نجونې چې سږ کال یې د ښوونځي وروستی کال وو خواشیني دي چې په کانکور کې د ګډون اجازه ور نه کول شوه، که څه هم طالبانو د دوی د فارغېدو خبره منلې ده خو کانکور کې یې د ګډون چانس نه دی ورکړی.

پژواک خبري اژانسۍد ازموینو ملي ادارې د سرپرست له قول ویلي چې سږ کال د کانکور ازموینه کې به تر ۱۴۵ زره د دولسمو ټولګیو فارغ زده کوونکي برخه واخلي چې له دې شمېر به ۸۰ زره یې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو مؤسساتو ته جذب شي.

همدا رنګه ټاکل شوې چې د روانې تلې میاشتې په دویمه لسیزه کې د کانکور ازموینې لپاره بایومترېک وشي او ازموینه واخیستل شي.

د ښوونځیو زده کوونکو له فراغت څخه ډېره موده تېره شوه خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې اخیستل ته چمتو نه وو.

زده کوونکي وایي دې ته اندېښمن ول چې د کانکور ازموینې نېټه ډېره وځنډېده او پکار وه چې تازه فارغ شوي زده کوونکو باید اوس په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې پبل کړې وي.

بل لور بیا د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندولو له امله ډېر شمېر نجونې په کور ناستې دي او لا هم معلومه نه ده چې ښوونځي به یې کله پرانیستل کیږي او څه ډول به له ښوونځیو فارعیږي.

Comments are closed.

koi finance