The news is by your side.

کندهار کې طالبانو د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو د ږیرو پرېښودو ژمنه اخیستې

د طالبانو د کندهار د پوهنې اړوند ریاست له نویو ګومارل کېدونکو ښوونکو نه د ږېرې پرېښودو ژمنه اخیستې.

همدا رنګه طالبانو په کندهار کې له نهم ټولګي پورته زده کوونکو ته د ږېرې پلېښودو توصیه کړې او ترې غوښتي چې سرونه هم پټ کړي او طالباتو له هغو زده کوونکو سره چې د دوی حکم نه مني بد چلند کوي.

ازادۍ راډیو کندهار کې د ځینو ښوونکو له قوله لیکلي چې طالبانو ورته ژمن پاڼې ورکړې او پرې لاسلیک کړي یې دي چې ږیري به پرېږدي.

کندهار کې ښوونکي او زده کوونکي د طالبانو د پوهنې ریاست د یاد حکم منلو په اړه زړه نا زړه دي او اندېښنه لري، دوی ویلي چې طالبانو د خلکو په شخصي مسایلو کې کار نه لري او د خلکو فردي ازادي دې خوندي وساتي.

طالبانو بیا په دې اړه له رسنیو سره څه نه دي ویلي او نه هم په دې اړه خبرو کولو ته حاضریږي.

دا په داسې حال کې ده چې د شل کاله وړاندې د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې هم د پوهنتونو او ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي د ږیرو له پرېښودو او پګړیو په سر کولو پرته د تلو اجازه نه ورکوله او سرغړونکو سره به یې له تاوتریخوالي ډک چلند کاوه.

Comments are closed.