The news is by your side.

پاکستان د بایډن د وروستيو څرګندونو له امله د امریکا سفیر احضار کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن د وروستیو څرګندونو له امله په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا منځمهاله ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند د کمپاین کمېټې ته د وینا پر مهال پاکستان د نړۍ خطرناک هېواد یاد کړی وو.

جوبایډن ويلي وو پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد ځکه دی چې دوی د اټومي وسلو منطم سیستم نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د بایډن په دې خبرو غوسه شوی دی او په غبرګون کې یې اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري يو خبري کنفرانس ته ويلي موږ د جوبایډن په دې خبرو بيخي حیران شو.

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف څه موده وړاندې ويلي وو چې امريکا سره د باور او احترام په اساس دوستانه اړیکو ته لیوالتیا لري.

جو بایډن هم داسې مهال د پاکستان په اړه یادې څرګندونې کوي چې څو اونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه امریکا ته په رسمي سفر تللی و او هلته يې د امریکا له لوړ پوړو چارواکو سره وليدل.

پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره ګير دی او هڅه کوي د نړیوالو پام او مرستې ترلاسه کړي. خو تراوسه هېڅ کوم هېواد د پاکستان سره د مرستو غږ نه دی کړی.

Comments are closed.

koi finance