طالبان: د پخواني قاضي القضات یوسف حلیم جنازه افغانستان ته را لېږدو
طالبان وايي د افغانستان د سترې محکمې د پخواني رييس محمد يوسف حليم جنازه افغانستان ته را لېږدوو.
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په ټوېټر پاڼه په دې اړه لیکلي، چې په متحده اماراتو کې يې خپل اړوند سفارت ته لارښوونه کړې چې د ښاغلي حليم د جنازې را لېږد لپاره تابيا ونيسي او د مرحوم کورنۍ سره به د جنازې د را لېږد لپاره د هغوی په همغږۍ لازمې کړنې ترسره کړي.
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رييس محمد يوسف حليم تېره اوونۍ دوشنبې ورځ د متحده اماراتو په يو کمپ کې د زړه د حملې له کبله د ۶۳ کلونو په عمر ساه ورکړه.
د افغانستان سترې محکمې پخوانی رييس محمد يوسف حليم په جلاوطنۍ کې ومړ
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رييس قاضي القضات محمد يوسف حليم په متحده اماراتو کې وکړ.
محمد يوسف حليم د جمهوريت د وروستۍ دورې د سترې محکمې قاضي القضات وو او د اشرف غني د دويمې وروستۍ دورې د لوړي مراسم يې هم ترسره کړي وو.
ښاغلي حلیم د سترې محکمې تر رياست وړاندې د عدليې وزارت د قانون جوړونې علمي څېړنو کې رییس هم پاتې شوی وو.
نوموړي په مړينه د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم خواشیني څرګنده کړې وه او د نوموړي مړينه يې د افغانستان لپاره لويه ضايع بللې وه.
Comments are closed.