لېز ټرس استعفا وکړه او د برېټانيا په تاريخ کې د تر ټولو کمې مودې لومړۍ وزيره شوه
د برېټانيا لومړۍ وزيرې په ناڅاپي توګه د واکمن محافظه کار ګوند له مشرۍ او لومړي وزير له څوکۍ استعفا وکړه.
ټرس په خپلو لنډو خبرو کې وويل، چې ولس سره د ماموريت پر اساس کړيو ژمنو عملي کولو کې پاتې راغلې يم اوسنیو شرایطو ته په کتو نه شم کولی نو ځکه مې پاچا ته هم له خپلې څوکۍ د استعفا په اړه احوال ورکړی.
د ليز ټرس له استعفا سره سم واکمن ګوند د لومړي وزير د څوکۍ لپاره پر ټاکنو سلا کړې او د ياد ګوند مشر به د برېټانيا لومړي وزير يا وزيره وي. خو تر څو چې لومړی وزير يا وزيره ټاکل کيږي تر هغې به ليز ټرس خپلې چارې مخ ته وړي.
ليز ټرس د برېټانيا په تاريخ کې د تر ټولو کمې مودې لومړۍ وزيره شوه چې ۴۵ ورځې د حکومت په راس کې وه.
په آغلې ټرس د خپل ګوند او ولس له خوا يې هغه وخت فشارونه زیات شول چې د اقتصاد لپاره يې نوې تګلارې اعلان کړې چې جنجالي وې او د نوموړې په واکمنۍ کې پونډ هم تر بل هر وخت ډېر را ولوېدل.
Comments are closed.