The news is by your side.

افغانستان نړيوال جام کې له انګلېنډ لومړنۍ لوبه وبايلله؛ غلطي د چا وه؟

د شل اوريز نړيوال جام په لړ کې نن افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې له انګلېنډ ماتې وخوړه.

د لوبې پچه انګلېنډ وګټله او لومړی يې د‌ ډګر ساتنې پریکړه وکړه، افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف ورکړ.

انګلېنډ په ۱۹م اوور کې هدف پوره کړ او افغانستان يې په لومړۍ لوبه کې په پنځو ویکټو مات کړ.

افغان لوبډله په توپ اچوونه کې ښه وځلېده په ټول توان يې هڅه وکړه چې د هدف دفاع وکړي خو د کرېکټ شننونکي وايي افغان لوبډلې د توپ اچونې پرمهال ښه ډګر ساتنه ونه کړه که نه نو کولی يې شول چې له دې کم ټارګېټ هم دفاع وکړي.

همدا راز افغان لوبغاړي په توپ وهنه کې ښه ونه ځلېدل او ډېر ژر ژر یې وېکټې له لاسه ورکړې.

د کرېکټ مینه وال هم له پیليیزو لوبغاړو «حضرت ځاځي او رحمان الله ګربز» خوښ نه دي چې خپل مسووليت ښه نه ادا کوي او پاتې لوبغاړو باندې فشار زياتيږي. چې هغوی هم زر وېکټې له لاسه ورکوي. وايي که هدف لوړ وی او ډګر ساتنه هم نسبتاً ښه وی نو مقابله لوبډله يې ماتولی شوه.

د يادونې وړ ده چې په ننۍ لوبه کې ابراهيم ځدراڼ او عثمان غني د نورو لوبغاړو په نسبت ښه توپ وهنه وکړه.

Comments are closed.

koi finance