The news is by your side.

طالبانو د ښځو پر مخ تفريحي پارکونه بند کړل

طالبانو پر افغان ښځو د محدودويتونو د لګولو په درشل کې يو ځل په يو نوي فرمان کې ښځې او کورنۍ پارکونو ته له ور تګ منع کړې.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په وي نوي فرمان کې د تفريحي پارکونو له مسوولينو په جدي ډول غوښتي چې سر له نه چهارشنبې د ښځو ته پارک ته د تګ اجازه نه ورکوو.

په کابل کې د حبيب الله ځاځي په نوم مشهور تفريحي پارک په يوه اعلاميه کې ويلي چې پارک به يې سر له نن د ښځو پر مخ بند وي او د کورنيو له ورتګ يې بخښنه غوښتې.

د کابل اوسيدونکي وايي د‌ دوی مېرمنې او کورنۍ هم حق لري تفرېح وکړي د طالبانو دا فرمان په جدي ډول غندو.

بل لور ښځې هم د طالبانو له دې پرېکړې راضي نه دي او وايي، ولې موږ هم انسانان يوو د نارينوو په څېر حق لرو د ذهني ارامتیا لپاره تفرېح وکړو او د تفریح کولو لپاره غير له پارکونو نور ځایونه نه شته.

دوی وايي طالبان دې له دا ډول بې ځايه او بې ګټو فرمانونو تېر شي او يا دې ښځينو لپاره په کابل او ولايتونو کې مستقل تفرېح ځايونه زيات کړي.

طالبان ورځ تر بلې افغان ښځې محدودوي او نوي بېلا بېل بنديزونه پرې لګوي.

نړيوال هم لله طالبانو غواړي چې په ښځو دې له محدوديت لګولو تېر شي او دوی ته دې د زده کړو او کار فرصتونه رامنځته کړي چې دا به د دوی حکومت رسميت پيژندلو کې هم مرسته وکړي.

Comments are closed.

koi finance