طالبانو د کانکور پايلو له اعلان وروسته د يادې ادارې مشر پوهاند عبدالقدير خموش ګوښه کر
طالبانو د ازموينو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدير خموش له دندې لېرې کړ.
د طالبانو د مشرتابه له خوا په نويو مقرریو کې پوهاند عبدالقدير خموش له دندې لېرې او پر ځای یې د طالبانو د لوړو زده کړو پخوانی وزير عبدالباقي حقاني وګومارل شو.
د طالبانو د مشر دا کار په خواله رسنيو کې د فعالانو له غبرګون سره مخ شوی او د ښاغلي خموش په څېر شخصيت د ګوښه کولو او پر ځای يې د حقاني په څېره د بې سېواده ملا مقررول خواشينوونکي بللې.
عبدالقدير خموش له اوږدې مودې راهیسې د ازموینو د ملي ادارې مشر و.
د خواله رسنيو فعالان وايي، د ازموينو ملي اداره د ښاغلي خموش په مشرۍ د نوموړي د مسلکي چلند، وړتیا او صادقانه کار له کبله په نسبي توګه د شفافیت طرف ته تللې وه.
دوی وايي خموش د سږ کال د کانکور لويه ازموينه د سختو ننګونو او ستونزو سره سره هم په ټولو ولایتونو کې ښه مدیریت کړه، په څو ورځو کې یې ټولو ولایتونو کې یاده ازموینه واخېستل شوه، پایلې یې هم ژر معلومې شوې.
د يادونې وړ ده چې د ازموينو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدير خموش د طالبانو له خوا داسې مهال له دندې ګوښه کيږي چې يادې ادارې تېره اوونۍ د خموش په مشرۍ په ټول هېواد کې د کانکور ازموينو پايلې اعلان کړې.
Comments are closed.