The news is by your side.

د سمنګان ولایت په مدرسه کې پرونۍ چاودنه کې لسګونه تنه وژل شوي

د سمنګان ولايت په مرکز ايبک کې پرون په يو ديني مدرسه کې د بمي چاودنې د قربانیانو شمېر شاوخوا شلو تنو ته لوړ شو.

فرانس پريس اژانس په دې اړه په يو راپور کې ويلي د الجهاد مدرسې په دننه کې د چاودنې له امله نږدې شل تنه وژل شوي او او ۲۴ تنه ټپيان دي.

دې اژانس د ايبک ښار په روغتون کې د يو ډاکټر له قوله د وژل شويو او ټپيانو شمېر تاييد کړی او په وينا يې چې په قربانيانو کې ماشومان او عادي خلک شامل دي.

د طالبانو حکومت هم ياده چاودنه تاييد کړې وه خو پرون يې د لسو تنو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.

ويل کيږي يو شمېر ټپيان چې روغتيايي وضعيت يې نازک وو مزار ښار ته روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د ایبک ښار په مدرسه کې د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو د طالبانو حکومت له پيل راهيسې تر دې دمه د ورته بريدونو او چاودنو مسوولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستې.

په ورته مهال طالبان هڅه کوي داعش په افغانستان کې له منځه يوسي، چې په وروستيو کې يې په کابل کې هم د داعش پر ضد يو لړ عمليات وکړل او په دې شک کله نا کله په عامو خلکو هم بريدونه کوي يا يې نيسي، بنديان کوي يې او وژني يې.

Comments are closed.

koi finance