د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کیدو اوازو افغانې نجونې اندېښمنې کړي
په دې وروستيو کې د هوا په بریدو سره د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کیدو اوازې ډېرې شوي.
ويل کيږي طالبان پلان لري چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړلو وروسته د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړي.
څو اوونۍ وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلاميه خپره کړه چې په سړو سيمو کې د ژمي تر پايه به ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د ازموینو له خلاصېدو وروسته وتړل شي او په ګرمو سيمو کې به پوهنتونونه خلاص وي.
له دې وروسته بيا د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په نوم يوه جعلي اعلاميه هم خپره شوه چې په کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کیدو خبر ورکول شوی وو، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزير بيا اعلاميه رد کړه.
که څه هم طالبان په ښکاره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کیدو په اړه څه نه وايي خو د ځينو دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلين او ښوونکي وايي چې دوی څه نا څه په غوږ وهل شوي چې د نجونو په مخ به پوهنتونونه بنديږي او نور به هره پوهنتون يو دوره محصلينو ته تدريس ورکوي.
په ورته وخت د کابل پوهنتون استاد عبدالله کاموال له قوله ول شوي چې د طالبانو مشر د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو حکم لاسلیک کړی.
دی وايي، ياد حکم به داسې مهال اعلان شي چې پوهنتونونه رخصت وي او ډېر احتمال لري چې راتلونکې اونۍ په ګرمو سيمو کې د پوهنتونونو د ازموینو د خلاصېدو وروسته دا پرېکړه علنۍ شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Comments are closed.