کابل: شهرنو سیمه کې د بهرنيانو په هستوګنځي وسله وال بريد شوی
نن مازديګر نږدې يو ساعت مخکې د کابل انصاري څلورلارې لارې ته څېرمه شهرنو سيمه کې په يو هوټل وسله وال بريد وشو.
د سيمې اوسېدونکي وايي لومړی چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته د درنو ډزو غږونه اورېدل کېدل وايي له لومړي چاودنې وروسته دوه نورې هم وشوې.
په خواله رسنيو کې د بريد له ځايه خپرو شويو وېډيو ګانو کې ښکاري چې په يوه لوړه او څو پوړيزه ودانۍ کې اور لګېدلی او خال خال ډزې هم اوریدل کيږي.
د طالبانو امنیتي مسولین هم بريد تاييدوي وايي زموږ ځواکونو ددهوټل ځينې برخې تصفيه کړي خو د تلفاتو په اړه تراوسه څه نه وايي
د بريد په اړه اوازې دي چې په هغه هوټل کې چې د چينايانو هستوګنځی وو بريد شوی او چينايان هم په کې وژل شوي.
ويل کيږي بريد پای ته رسېدلی خو تر اوسه د بريد له ځايه د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
Comments are closed.