The news is by your side.

طالبانو د دوی مشر شېخ هبت الله په قوم پالنه او فساد تورن کړی

په کندهار کې وسله والو طالبانو د دوی مشر شېخ هبت الله آخوند زاده په قوم پالنه او فساد تورن کړی.

د طالبانو ځايي قوماندانان له ولس نه د شرعي نظام د جوړېدو لپاره مرسته غواړي.

په ورته مهال د طالبانو د مشر هبت الله له لوري مولوي زرقاوي، ملا موسی اکا او مولوي حقبين د غلا په تور له دندو لېرې شوي دي.

په دې وروستيو کې د طالبانو خپل منځي اختلافات له حده وتلي دي.

هر طالب مشر او چارواکی هڅه کوي په نظام کې ډېره ونډه ولري او تل د نورو چارواکو سره اختلافاتو ته لمن وهي خو د طالبانو حکومت هڅه کوي خپل منځي اختلافات او ضدونه پټ کړي.

د يادونې وړ ده چې له افغان ولس سره سره د‌ طالبانو وسله وال هم له خپلو مشرانو او چارواکو او د دوی له کړنو خوښ نه دي.

ځينو يې خبريال ډاټ کام ته ويلي چې د طالبانو نظام نه شرعي دی او نه افغاني نظام دی وايي مجبور يوو نور د دغه غير شرعي نظام پر خلاف ګام پورته کړو.

Comments are closed.