The news is by your side.

مرستندويه هېوادونه ډېر ژر افغانستان سره د بشري مرستو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي

د طالبانو له خوا په افغان ښځو د کار له بنديز وروسته مرستندويه هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي چې نور له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي که نه؟

د فرانس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر له قوله ليکلي، مرستندويه هېوادونه نن د افغانستان په اړه خپل منځي ګډه غونډه کوي او پرېکړه به وشي چې نور له افغانستان سره بشري مرستې وشي که نه.

د طالبانو له خوا د نجونو پر لوړو زده کړو د بنديز په اړه غبرګونونه او نيوکې پای ته نه وې رسېدلې چې پرون شپه د دې ډلې له خوا په غير دولتي داخلي او بهرنيو مؤسساتو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګېد.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د اعلاميې په خپرولو وويل چې ښځې بې حجابې کوي او تر امر ثاني دې کارونو ته نه ځي.

د طالبانو دا پرېکړه هم په نړيواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې او غندلې يې ده.

د دغې پرېکړې په غبرګون کې افغانستان کې يو شمېر بهرنيو مرستندويه مؤسساتو خپل کارونه بند کړل چې له امله يې زرګونه خلک بې دندو شول.

تر اوسه معلومه نه ده چې په ښځو لګول شوي بندیزونه له پای ته ورسيږي او او مرستندويه مؤسسات به بېرته بيا خپل فعاليتونه پيل کړي او که نه؟

Comments are closed.

koi finance