د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښته کې د مقاومت مهم قومندان وژل شوی
د طالبانو مخالفې ډلې مقاومت جبهې يو مهم قومندان او د هغه څو تنه غړي په نښته کې وژل شوي دي.
د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې نښته شوې چې په پايله کې يې د جبهې مهمه قومندان خير محمد خير خواه او څو نور جنګيالي يې وژل شوي دي.
مقاومت جبهې هم تاييد کړی چې د دوی يو قومندان او څو نور جنګيالي طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د يادې جبهې مشر احمد مسعود په خپله فېسبوک پاڼه د قومندان خير محمد او نورو ملګرو وژل يې تاييد کړي.
مسعود زياته کړې چې د دفاع په لار کې يې داسې ډېر مشران له لاسه ورکړو خو د دوی لار به بيا هم دوام وکړي او له خپلې مبارزې به لاس په سر نه شي.
د مقاومت جبهې وياند صبغت الله احمدي په دې تړاو په ټویټر ليکلي وو چې د دوی جنګيالي تر اخري شېبو وجنګېدل خو د مهماتو د کمښت له امله هدف وګرځېدل او ووژل شول.
نوموړي د خپلو وژل شويو جنګياليو د شمیر په اړه څه نه دي ويلي خو ځايي سرچينې وايي چې د مقاومت جبهې شاوخوا شل تنه وسله وال په نښتو کې وژل شوي دي.
مقاومت جبهې په ځوابي بريدونو کې طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Comments are closed.