پاکستانی وزير وايي افغانستان کې د ترهګرو په پټنځايونو عمليات کوو
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وايي امکان دې ولري چې په افغانستان کې د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو په پټنځايونو عمليات وکړو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي د نړيوالو قوانينو له مخې دا حق لرو هغه ځای په نښه کړو له کوم ځايه چې په موږ بريدونه کيږي.
نوموړي پرون د پاکستان له يو ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي په افغانستان کې د ځينو پاکستاني طالبانو مشران او پټنځايونو پر وړاندې د اقداماتو لپاره سبا دوشنبه د خپلې کړنلارې په اړه ناسته کوو.
رانا ثنا الله وايي له هغو لارو چارو به ګټه واخلي چې د نړيوالو قوانينو له مخې زمونږ په واک کې وي.
هغه زياتوي لومړی به افغانستان کې حاکم حکومت ته خبر ورکړو چې پټنځايونه له منځه یوسئ او خلک موږ ته وسپارئ خو که چېرې داسې ونه شول هغه څه چې موږ وويل امکان لري چې موږ په پټنځايونو بريدونه وکړو.
په ورته مهال طالبانو تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکو د خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو طالبانو بار بار د پاکستان ادعاوې ردوي کړي چې ګواکې ټي ټي پي يا پاکستاني طالبان دې افغانستان کې پټنځايونه ولري يا دې له دې ځايه په پاکستان بريدونه تنظيم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له لسيزو راپه دې خوا پاکستان ترهګرو ډلو ته په پناه ځايونو ورکولو او روزلو تورن دی او له همدې هېواد په سويلي اسيا کې ترهګریز بريدونه تنظيميږي خو پاکستان اوس خپل مردار لاس په افغانستان پاکوي.
Comments are closed.