The news is by your side.

طالبانو کابل کې پر داعش وسله والو عمليات کړي

د طالبانو حکومت وايي تېره ورځ يې د کابل د اتمې حوزې اړوند شهدای صالحين او قلاچه سيمو کې د داعش ډلې پر پټنځايونو عمليات کړي.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دغه عملياتو کې د داعش وسله والو دوه پټنځايونه له منځه وړل شوي چې په پايله کې يې اته داعش وسله وال وژل شوي، اووه نيول شوي او يو شمېر مشکوک افراد هم د پوښتنو ګرويږنو لپاره توقيف شوي دي.

طالبانو په دغه‌ عملياتو کې سپکې او درنې وسلې، لاسي بمونه، ماينونه، ځانمرګي واسکټونه او نور چاودېدونکي مواد کشف کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دا هغه داعش وسله وال وو چې په کابل کې يې په لانګان هوټل بريد کې چې چينايي اتباع په کې اوسېدل، هوايي ميدان او د پاکستان پر سفير او ځينو نورو اهدافو او بريدونو کې لاس لاره.

مجاهد د‌ عملياتو څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی خو پرون مازديګر د کابل اتمې حوزې اړوند سيمو کې د سپکو او درنو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په ورته مهال طالبانو د نيمروز ولايت زرنج ښار کې هم د داعش ډلې پر يو پټنځای عمليات کړي او له منځه يې وړي دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داعش وسله والو له خوا بريدونه زيات شوي دي.

Comments are closed.

koi finance