The news is by your side.

پاکستان: د ټي ټي پي پر ځای د طالبانو له حکومت سره خبرې کوو

په پاکستان کې د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان وسله والو له خوا د بريدونو زياتېدو د پاکستان حکومت وارخطا کړی.

د پاکستان حکومت په افغانستان د طالبانو په حکومت بار بار تور ولګاوه چې په هېواد کې يې ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان ته پټنځايونه ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله څو ورځې وړاندې ويلي وو که د ټي ټي پي له خوا ورته ګواښ زيات شو په افغانستان کې يې په خلاف عمليات کوي.

خو تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ويلي ټي ټي پي سره خبرو ته نه کيني بلکې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په دې تړاو خبرې کوي.

نوموړي پنجشنبه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې تړون ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې لکه څنګه چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کيږي نو پکار ده چې د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله يو ورځ وړاندې ويلي وو چې د تحريک طالبان پاکستان پر وړاندې د وسله والې مبارزې پر ځای ښه ده چې دغه ډله د خبرو مېز ته را کش کړو خو اوس يې تازه ويلي چې د ټي ټي پي پر ځای د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي.

Comments are closed.

koi finance