The news is by your side.

عباس ستانکزي په نويو څرګندونو کې د طالبانو له پرېکړو سره مخالفت وښود

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د ښځو په اړه د طالبانو له وروستيو پرېکړو سره مخالفت وښود.

د ستانکزي هغه وېډيو چې په خواله رسنيو کې لاس په لاس کيږي په کې يې د طالبانو وروستيو پرېکړو ته په اشارې ويلي چې له هغو فرمانونو او اوامرو څخه سرغړونه او نا فرماني ضرور ده چې د شريعت خلاف وي.

هغه په خپلو خبرو کې د بيان ازادۍ ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د پيغمبرانو او صحابياتو په وخت کې به خلکو په ښکاره او مخامخ ډول پر هغوی نیوکه کوله خو اوس داسې وخت دی چې د هېڅ نظام پر وړاندې خلک داسې نه شي را ودرېدلی او نه نيوکه کولی شي ځکه په سبا يې نيول کيږي او شکنجه کيږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی د طالبانو کارونه داسې غندي بلکې تر دې وړاندې يې هم بار بار د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې سخت دريځي غندلې وه او له شپږم پورته د نجونو د ښوونځيو د خلاصولو بيا بيا غوښتنه يې هم کړې وه.

د عباس ستانکزي په ګډون د طالبانو يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم د طالبانو له وروستيو پرېکړو او کارونو خوشاله نه دي خو د طالبانو د مشرتابه له وېرې خوله نه شي خلاصولای.

Comments are closed.

koi finance