The news is by your side.

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي!!!

افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د پر ښځو د کاري بنديز په درشل کې يوې افغانې پښتنې نجلۍ پري ګل شينوارې د لندن په معتبر پوهنتون کې د دوکتورا د بشپړولو وروسته سند تر لاسه کړ.

پري ګل شينوارې چې له آره د ننګرهار د هسکې مينې ولسوالۍ د مورګۍ کلي اوسېدونکې ده د لندن کوين مېري «Queen Mary» پوهنتون کې د سرطان ناروغۍ په برخه کې د دوکتورا په کچه زده کړې بشپړې او معتبر سند يې ترلاسه کړ.

اغلې ډاکټره شينوارې وايي زه له خپل کلي او ولسوالۍ لومړنۍ ښځه يم چې تر دوکتورا مې زده کړې پبشپړې کړې او له يو نړيوال پوهنتون مې بند ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرې بند کړي او وايي چې نجونې بې حجابي کوي.

په ورته مهال د خواله رسنيو کاروونکي د پري ګل شينوارې د فراغت لباس او حجاب ته په ليدو وايي که افغان نجونو بې حجابي کوله نو حتی په پرديو هېوادونو کې به داسې په حجاب نه وې وايي افغان نجونو هر ځای خپل اصيل فرهنګ ساتي او نه بايد په کور دننه د حجاب په بهانه له زده کړو لېرې شي.

دوی دا راز طالبانو ته په ځواب وايي که د افغانانو په کلتور کې زده کړې نه وې نو نن به پري ګل په لندن کې دوکتورا نه وه کړې بلکې افغانان په هر حالت کې د خپلو لوڼو د زده کړو ملاتړي دي.

د طالبانو يو وزير او د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان يو وخت ويلي وو چې د افغانانو په کلتور کې د نجونو زده کړې نشته او افغانان نه غواړي لوڼې يا خويندې يې باسواده اوسي.

Comments are closed.