د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت ننني بريد کې اکثره قربانيان طالبان دي
نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې ځانمرګي برید وشو چې له امله يې لسګونه تنه مړه او ټپيان شول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند هم بريد تاييد کړی او وايي چې د وزارت مخې ته پر عمومي سړک شوې چې د تلفاتو شمېر يې کم دی.
خو د طالبانو استخباراتو ادارې خبریال ډاټ کام ته ويلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې په دغه وزارت کې د چين سفير او د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي ترمنځ ليدنه او خبرې روانې وې چې چاودنه رامنځته شوه.
سرچينه زياتوي چې په بريد کې درانه تلفات اوښتی چې تر دم ګړۍ ۲۱ مړه او ۲۷ تنه ټپيان دي چې زيات شمېر په کې طالب مامورين دي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچينو رسنيو ته د تلفاتو دقیق شمېر نه دی ښودلی او ويلي يې دي چې تلفات کم دي.
تر اوسه د بريد مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی خو په دې وروستيو کې د داعش سخت دریځو وسله والو له لوري په طالبانو بريدونه زيات شوي دي.
Comments are closed.