د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو په زغرده غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي
د اسلامي همکاریو سازمان پرون چهارشنبه د طالبانو حکومت له لوري د افغان نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو بندېدو او پر ښځو د کاري بنديز په تړاو بېړنۍ غونډه کړې وه.
دغه سازمان له غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي وو چې په زغرده له طالبانو غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانيزي او د پوهنتون په ګډون که په هره کچه د نجونو زده کړې وي دا يې اساسي حق دی او بايد ترې محرومې نه شي.
په اعلامیې کې وړاندې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، ازادۍ او ملي يووالي ملاتړ کوي او دلته د پرمختګ، ثبات، سولې، امنيت او بشري حقونو د تامين غوښتونکي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان چې ۵۶ غړي هېوادونه لري تېر ځل په ۲۰۲۱م کال کې هم په اسلام اباد کې د افغانستان په بشري وضعيت راټول شوي وو.
د طالبانو د حکومت ۱۷ مياشتو په تېرېدو بيا هم ونه توانېدل او ويې نه غوښتل چې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانيزي بلکې پر نجونو يې پوهنتونونه هم وتړل او ښځې يې په غير دولتي مؤسساتو کې له کار کولو بندې کړې.
تر اوسه هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی چې لامل يې د دوی له لوري د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او بشري حقونو بنديزونه ښودل کيږي.
طالبانو تر اوسه د اسلامي همکاریو سازمان غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ښودلی.
Comments are closed.