The news is by your side.

د افغانستان ژورنالیستانو ټولنه: د طالبانو واکمنۍ له پيل سره سم ۳۸۷ رسنيو فعاليت درېدلی

د افغانستان د ژورناليستانو ټولنه وايي د ۲۰۲۱ د اګسټ مياشتې او د طالبانو له واکمنۍ د پيل راهيسی په هېواد ۳۸۷ رسنۍ له فعاليت درېدلي دي.

د دغې ټولنې له خوا پرون چهارشنبه تازه موندنې خپرې شوې چې په کې ښودل شوي وو د طالبانو بيا ځلي واکمنۍ له پيل مخکې په ټول هېواد کې ۵۷۹ رسنيو فعاليتونه کول چې اوس د فعالو رسنيو شمېر ۱۹۲ ته راښکته شوی.

په‌ دغو موندنو کې دا راز ويل شوي چې په دې موده کې د رسنيو ۷۰ سلنه نارينه او ۳۰ سلنه ښځينه همکارانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل سره سم دغې ډلې په رسنيو ډېر محدوديتونه ولګول چې له امله يې ځينې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله له فعاليت ودرېدې او ځينې د سياسي فشارونو له امله وتړل شوې.

د طالبانو له لوري لا هم په رسنيو د محدودیتونو لګولو لړۍ دوام لري او داسې ويل کيږي چې ممکن په نږدې راتلونکي کې ښځينه په رسنيو له کار کولو منع کړي.

خبريال ډاټ کام ته د طالبانو له منځه سرچينو ويلي چې د دوی مشر پرېکړه کړې چې رسنۍ وتړي خو ورته نزدې کسان يې وايي له تړلو ښه يې دا ده چې ژوندي نشرات پرې بند شي او د طالبانو په خوښه ثبت خپرونې نشر کړي.

د طالبانو له لوري تر اوسه دغه پرېکړه رسماً نه‌ ده اعلان شوې خو رسنۍ او د رسنيو مسوولين او کارکوونکي د خپلو فعاليتونو راتلونکي ته اندیښمن دي.

Comments are closed.