The news is by your side.

د اسټراليا کرېکټ ادارې د پرېکړې پر وړاندې د افغان کرېکټ بورډ او لوبغاړو غبرګونونه

د اسټراليا کرېکټ ادارې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره راتلونکي يو ورځنۍ درې نړيوالې لوبې چې د‌ نړيوال جام د‌ سوپر ليګ سياليو برخه وه لغوه کړې.

اسټراليا کرېکټ ادارې ويلي دا کار يې ځکه کړی چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د اسټراليا د دغې پرېکړې په غبرګون کې د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي د اسټراليا کرېکټ ادارې دا پرېکړه غير عادلانه، له وخت وړاندې او اندېښمنوونکې ده او ډېر ژر به له يادې ادارې او د کرېکټ نړیوالې شورا سره خپل دريځ شريک کړي.

د اعلاميې په دوام زياته شوې چې د افغانستان کرېکټ بورډ د اسټراليا کرېکټ ادارې سره د دغې دوه اړخيزې لوبلړۍ د ترسره کیدو لپاره سره په بشپړ ډول هوکړې ته رسېدلي وو او اسټراليا هم ډاډ ورکړی چې په خپل کوربتوب به د لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی ونيسي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اسټراليا ادارې دا پرېکړه سياسي بللې او د افغانستان له کرېکټ او ملت سره يې جفا بللې.

همدا راز يو شمېر افغان لوبغاړو هم د اسټراليا دا پرېکړه غندلې او زياته کړې يې ده چې نه بايد سياست او کرېکټ سره يو ځای شي.

د راشد خان او توان الحق په ګډون يو شمېر افغان لوبغاړو د اسټرالیا بېګ باش ليګ سره هم پریکون اعلان کړ.

راشد خان په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي که اسټراليا افغانستان سره په لوبو کولو نا راحته کيږي نو زه هم نه غواړم په بېګ باش ليګ کې په لوبېدو اسټراليا خلک نا راحته کړم.
تر اوسه د اسټراليا کرېکټ ادارې د افغان لوبغاړو دغه پریکون ته کوم غبرګون نه دي ښودلی خو په ورته وخت ټولو افغانانو د لوبغاړو ورته اقدام ستایلی دی.

Comments are closed.