The news is by your side.

حقاني شبکې افغان کرېکټ سياسي کړ

د حقاني شبکې غړي نصیب خان په خورا مهارت افغان کرکټ سیاسي کړ؛ کرکټران یې جزباتیان کړل او پر له پسې یې هڅه روانه کړې ده چې له افغامستان نه هم دا یکي یوازي خوشحالي واخلي.

نصیب خان شاید ځیني دوستان و پېژني او پاکستان کې خیاط وو او اوس یې هم د خیاطي دکان شته دی، نوموړی د بدرالدین حقاني سره په یوه ډرون برید کې ټپي شوی وو؛ البته بدرالدین حقاني په هغه برید کې وژل شوی وو.

نصیب له کرکټ بورډ نه ۵۵۰۰ پنځه نیم زره ډالر اخلي او د افغان کرکټ بورډ رېښې د پاکستان په ګټه داسي په بیخ بیخ کې وهي چې شاید بیا افغان کرکټ بورډ په پښو ونه درېږي.
زه د ځینو افغان کرکټرانو او حقانیانو له شب نیشینیو خبر یم؛ په کابل او دوبۍ دواړو کې ددوی د ناستو او ځینو پرېکړو او ساعتېریو معلومات لرم خو لا هم وخت نه دی چې خپاره یې کړو.

تاسو دې عکس ته و ګورئ ایا داسي کوم عکس د جمهوریت له کوم لوړرتبه چارواکو سره اخیستل شوی؟

نو مطلب دادی چې زموږ ځوان کرکټران یې جزباتي کړي او اوس یې د دوی د امارت د سفیرانو په توګه کاروي.
دا چې افغان کرکټران په بیګباش کې نه لوبېږي دا هم د پاکستان په ګټه کار دی تو د پاکستان د بورډ لوبغاړي به یې په عوض هلته لوبه کوي.

نو افغان لوبغاړي باید و پوهېږي چې افغان کرکټ لوبه د افغانستان لوبه ده؛ دوی باید د افغان ښځو د کار د نجونو د ښوونځي لپاره غږ اوچت کړي نه د حقانیانو او پاکستان د ګټو لپاره.

کرکټ حقانیانو سیاسي کړی دی مخه یې نیول په کار دي کنه ژر به انګلستان او نور هیوادونه هم دا پرېکړې وکړي چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره سیالۍ نه کو.

درنښت میرویس افغان

Comments are closed.