The news is by your side.

امرالله صالح: پر افغان کرېکټ لوبډله مؤقتي او دايمي بنديزونه مثبت ګام دی

د پخواني حکومت د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د اسټراليا کرېکټ ادارې هغه پرېکړه ستايلې چې د افغان لوبډلې سره یې راتلونکې درې يو ورځنۍ لوبې لغوه کړې.

امرالله صالح په خپله ټوېټر پاڼه دا راز د طالبانو له وزير انس حقاني سره د کریکټ لوبغاړو د موسکا ډک انځور ته اشاره کړې وه او زياته کړې يې وه چې افغانان حیران دي چې د دوی د کرېکټ ټیم د ځانمرګو تروریستانو د مشر سره په عکس کې موسکا کوي او د هغه سره ډوډۍ خوري او د تعلیم څخه د نجونو د محوه کولو په شمول د ټولو ظلمونو په اړه چوپه خوله پاتې دي.

د امرالله صالح دې څرګندونو نه د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل په غبرګون کې ويلي، موږ اوس هم د همغه بيرغ او سرود لاندې کرېکټ کوو او په نړيواله کچه د خپل هېواد د ارزښتونو استازيتوب کوو او ملت چې اوس له کوم حالت تيريږي دا ټول ستاسې د فاسد نظام له کبله دي.

په ورته مهال د اسټراليا کرېکټ ادارې مشر ميک هاکلي ويلي د افغانستان سره د لوبو نه کولو لامل سياسي نه دی، په افغانستان کې حالت ننګوونکی او زړه بدوونکی دی.

وايي موږ ته د لوبو لغوه کول اسانه پرېکړه نه وه بلکې د خپل حکومت سره له ډېرو مشورو وروسته مو اقدام وکړ.

ميک هاکلي زياته کړې چې “موږ افغانستان له د لوبو کولو لپاره په تمه وو خو طالبانو چې د نومبر او ډسمبر په پای کې د ښځو او نجونو په اړه کومې پرېکړې وکړې نو دا په افغانستان کې د ښځو لپاره د اساسي حقونو ختمېدو په معنی وه او له همدې امله له لوبلړۍ لاس په سر شو نو اساسي بشري حقونه سياست نه دی.”

د يادونې وړ ده چې د اسټراليا کرېکټ ادارې له پرېکړې وروسته يو شمېر افغان لوبغاړو د دغه هېواد له تجارتي بېګ باش ليګ سره هم پریکون اعلان کړ.

Comments are closed.