The news is by your side.

پر افغانستان يو ځل بيا وارداتي برېښنا کمه شوه

پر افغانستان يو ځل بيا د ازبکستان وارداتي برېښنا کې پرچاوي رامنځته شوه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وايي د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله په افغانستان پرچاو شوه.

دغه شرکت پرون په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دا ستونزه پرون رامنځته مازديګر رامنځته شوې.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي د ازبکستان اړوند چارواکو ډاډ ورکړی چې ستونزه به ژر تر ژره حل کړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان وارداتي برېښنا له اوږدې مودې راهیسی پارچو شوې وه چې ګڼ خلک يې له ستونزو سره مخ کړي وو.

برېښنا شرکت وايي د پرچاوۍ د ستونزې له کبله به په نوبتي ډول ولايتونو او سيمو ته د څو ساعتونو برېښنا ورکول کيږي څو خلک خپلې ستونزې پرې حل کړي.

افغانستان د برېښنا له درکه اويا سلنه برېښنا له ګاونډيو هېوادونو پوره کوي چې ډېر کله د دغو هېوادونو له لوري په برېښنا کې ځينې ستونزې را پيدا کيږي.

Comments are closed.