The news is by your side.

اسټراليا کرېکټ اداره: افغانستان سره د لوبو نه کول سياسي پرېکړه نه ده

د اسټراليا کرېکټ ادارې د افغان لوبډلې سره د لوبلړۍ لغوه کولو په اړه له خپلې پرېکړې ملاتړ وکړ.

د اسټراليا د کرېکټ ادارې مسوول ميک هاکلي وايي افغانستان سره د لوبو نه کول سياسي پرېکړه نه ده.

وايي په افغانستان کې د ښځو بنسټيز حقونه ختم شوي، طالبانو چې د دېسمبر په پای کې د افغان ښځو په اړه کومې پرېکړې وکړې دا د دوی د بنسټيزو حقونو د ختمېدو په معنی ده او د ښځو له بنسټيزو حقونو ملاتړ سياست نه دی‌

نوموړي زياته کړې که څه هم موږ افغانستان سره د لوبو کولو لپاره هيله مند وو او د افغان کرېکټ بورډ سره پرلپسې ډول اړيکه کې هم وو خو افغانستان کې د ښځو وضعيت ته په کتو مو له خپل حکومت سره يو ځای پرېکړه وکړه وايي موږ ته دا پرېکړه دومره اسانه هم نه وه.

د اسټراليا کرېکټ ادارې افغانستان سره درې يو ورځنۍ لوبې لغوه کړې چې له امله يې د افغان کرېکټ بورډ او لوبغاړو تند غبرګونونه را وپارول او يو شمېر لوبغاړو هم د اسټراليا تجارتي بېګ باش ليګ سره پریکون اعلان کړ چې ډېرو هېوادوالو يې له دې پرېکړې ملاتړ کړی او ځينو غندلې ده.

Comments are closed.