نامعلومو وسله والو د پارلمان وکيله مرسل نبي زاده خپل کور کې په ډزو وژلې
د پارلمان وکيله مرسل نبي زاده د نا معلومو وسله والو له خوا په خپل کور کې په ډزو وژل شوې.
مرسل نبي زاده بېګا شپه د کابل دولسمې حوزې اړوند احمد شا بابا مېنې سيمه کې د نا معلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوې.
تر اوسه د نوموړې د وژلو مسووليت چا نه دی منلی. تر اوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
مرسل نبي زاده د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وه او فی الحال په کابل کې اوسېده.
نوموړې د ولسي جرګې په اويايمه دوره کې د کابل د خلکو استازې وه او د جمهوريت په سقوط کېدو او طالبانو راتګ سره په کور ناسته وه.
د نوموړي مرموزې وژنې په خواله رسنيو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او ټول يې د وژنې پړه پر طالبانو اچوي.
د يادونې وړ ده چې که څه هم طالبانو په خپل راتګ سره عمومي عفوه اعلان کړې وه خو بيا هم د هېواد په يو شمېر برخو کې د دغې ډلې له خوا د پخواني حکومت کارکوونکي ځورول کيږي او يا حتی وژل کيږي هم.
خلک د طالبانو له خوا په شته امنيت اوس هم خوښ نه دي او وايي زموږ سر او مال د پخوا په پرتله لا ډېر په خطر کې دی خو طالبان بار بار د سرتاسري امنيت د ټينګښت ادعا کوي.
Comments are closed.