The news is by your side.

برېټانيا ميشتي افغانان نن د افغان نجونو او ښځو په ننګه احتجاج کوي

د بریټانیا برمنګهم ښار کې نن د لر او بر افغان وطن شاوخوا (۴۰۰) افغانان را غونډېږي؛ د نجونو د زدکړو او د افغان ښځو پرکار د طالبي پرېکړي خلاف احتجاج کوي.

له برېټانيا د خبريال ډاټ کام سرچينې وايي چې دې غونډې ته د بریتانیا له پلازمېني لندن، مانچسټر، لیډز، کاونټري، سکاټ لنډ، ناتهنګم، کوانټري او بېلا بېلو ښارونو پر لر او بر افغان ميین افغانان د کاروانونو په بڼه راروان دي.

سرچينې زياتوي چې غونډې ته د اروپا له بلجیم او هالنډ نه مخکښ ځوان مشران را بلل شوي دي.

دا غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر چتر لاندي کېږي او غونډې ته به د همدغه غورځنګ مشر منظور پښتون هم اون لاین وینا کوي.

د دغې غونډې پر لاره اچوونکي وايي رابلل شویو ټولو مېلمنو ته د خوراک او څښاک انتظام پم شوی دی. هغه دوستان چې رسیدګي کولای شي په کار دي راشي او هغه کسان چې رسیدګي نه شي کولای هیله ده غونډې ته په خواله رسنیو کې پوښښ ورکړي.

دوی وايي موږ پر لر او بر افغان خاوره پردۍ تپل شوې جګړه غندو او د رسنیو نه مو هیله ده چې د غونډې په پوښښ کې پوره هم کاري وکړي.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د طالبانو د وروستيو پرېکړو پر خلاف په اروپا، امريکا او برېټانيا کې افغانانو لوی لاريونونه کړي دي.

Comments are closed.