The news is by your side.

نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د حق ورکولو په ننګه په بریتانیا کې د PTM غړو احتجاج وکړ

دبرېټا په برمنګهم ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پښتنو فعالانو د افغان نجونو د زده‌ کړو او ښځو ته د کار د حق په ننګه پراخه احتجاجيه غونډه وکړه.

د دغې غونډې ګډونوالو د افغان نجونو د زده کړو او ښځو ته د کار د حق ورکولو لپاره غږ پورته کړ او بېلابېلو ګډونوالو په خپلو ويناوو کې د نجونو زده‌ کړې اهمې وبللې.

د بریټانیا برمنګهم ښار کې پرون په دغه احتجاجيه غونډه کی د لر او بر افغان وطن شاوخوا (۴۰۰) افغانان را غونډ شوي وو چې د نجونو د زدکړو او د افغان ښځو پر کار د طالبي پرېکړي خلاف يې خپل غږ پورته کړ.

له برېټانيا د خبريال ډاټ کام سرچينې وايي چې دې غونډې ته د برېتانیا له پلازمېني لندن، مانچسټر، لیډز، کاونټري، سکاټ لنډ، ناتهنګم، کوانټري او بېلا بېلو ښارونو پر لر او بر افغان ميین افغانان د کاروانونو په بڼه راغلي وا.

سرچينې زياتوي چې غونډې ته د اروپا له بلجیم او هالنډ نه مخکښ ځوان مشران هم را بلل شوي وو.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د طالبانو د وروستيو پرېکړو پر خلاف په اروپا، امريکا او برېټانيا کې افغانانو لوی لاريونونه کړي دي.

Comments are closed.