The news is by your side.

پښتون سياستوال لطيف افريدي په پېښور کې په وسله وال بريد کې ووژل شو

پښتون سياستوال لطيف افريدي نن مازديګر د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس پر لطيف افريدي د پیښور په های کورټ کې د نامعلوم کس له خوا ډزې شوي او ووژل شوی دی‌.

د پېښور ځايي پوليسو ويلي لطيف افريدي شپږ مرمۍ لګېدلې او بريد کوونکی يې هم د پوليسو له خوا نيول شوی دی.

لطيف افريدي چې په خيبر پښتونخوا کې د لطيف لالا په نوم هم مشهور وو د پېښور د محکمې پخوانی رييس هم وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې بريدونه زيات شوي دي، څه موده وړاندې يو بل پښتون فعال هم د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

په پاکستان کې د ټي ټي پي له خوا بريدونه زيات شوي چې تر ډېره په کې پاکستاني پولیس او د استخباراتو کارکوونکي په نښه کيږي خو د پښتنو فعالانو د وژنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

Comments are closed.