The news is by your side.

د لطيف افريدي په شهادت د‌ پښتنو غبرګون؛ پښتانه د يو لوی مبارز استاد نه محروم شو

د پښتون سياستوال او پېښور محکمې پخواني رييس لطيف افريدي مړينې د لر او بر پښتنو غبرګونونه راپارولي.

د هغه په شهادت په خواله رسنيو کې د فعالانو له خوا ژوره خواشینې ښودلې شوې.

دوی وايي شهيد لطيف افريدي د پښتو او ننګ سړی وو، ټول پاکستان کې يې درناوی کېده، له څنګه چې يې نوم لطيف وو همداسې لطيف او مهربانه شخصيت وو. يو داسې مدافع وکيل وو چې د چا وکالت به چې بل چا له ډاره نه شو کولی لطيف لالا به کاوه، د چا به چې وس نه رسېده او غريب به وو وکالته به يې لطيف لالا کاوه او د افغانانو وکالت ته خو په نيمه شپه هم تيار وو.

د لطيف افريدي په وژنه د لر او بر ځوانان ډېر خواشينې دي او دا د خپل ولس او خاورې لپاره لويه ضايع بولي.

دوی وايي لطيف لالا د خپل مظلوم ولس سره په هر میدان کې ولاړ وو او ټول عمر يې د بې وسه پښتنو خدمت کړی. خو بلاخره پښتانه له يو لوی او مبارز استاد نه محروم شو.

پښتون سياستوال او مدافع وکيل لطيف افريدي پرون په پېښور های کورټ کې د نامعلوم کس له خوا په ډزو ووژل شو.

د شهيد لطيف جنازه نن خاورو ته سپارل کيږي، پوليس وايي مجرم يې نيولی دی او ډېر ژر به محاکمه شي.

Comments are closed.

koi finance