The news is by your side.

د ملګرو ملتونو د منشي مرستياله کابل ته د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرو کولو ته راغلې

د ملګرو ملتونو د منشي مرستياله امنه محمد په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی پرون کابل ته راغلی.

د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق ويلي په دغه پلاوي کې د ملګرو ملتونو د منشي مرستياله امنه محمد، د دې سازمان د ښځو د برخې مشره سيما باهوس وو په سياسي چارو کې د سرمنشي مرستيال کابل ته راغلي دي.

ښاغلي فرحان حق د امنيتي دلايلو له امله د پلاوي د ليدنو او خبرو اترو په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.

فرحان حق وايي، ياد‌ پلاوي په اسيا، خليج او اروپا کې د افغان ښځو د وضعیت او حقونو د ملاتړ په اړه په لوړه کچه د څو غونډو جوړولو خبرې هم کړي دي. د ملګرو ملتونو دغې لوړ پوړي پلاوي کابل ته له سفر وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان، اسلامي پراختيايي بانک له چارواکو، په انقره او اسلام اباد کې له يو شمېر افغان ښځو او په دوحه کې د ځينو هېوادونو له سفيرانو سره ليدنې او په دې اړه خبرې کړي دي.

د ښاغلي حق په وينا د مارچ په مياشت کې به په اسلامي نړۍ کې د ښځو او نجونو په اړه يو نړيوال کنفرانس هم جوړ شي.

په ورته وخت د ملګرو ملتونو د منشي مرستيالې امنې محمد د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي.

کرزي د ملګرو ملتونو سازمان له همکارۍ او په ځانګړې توګه د بشري مرستو له امله مننه کړی او همداراز يې په‌ دې ليدنه کې د زده کړو پر ارزښت خبرې کړي، او هېواد کې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو بېرته پرانیستل کیدو او کار نه د ښځو پر راګرځېدو ټينګار شوی.

Comments are closed.

koi finance