The news is by your side.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سړې هوا له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې

د روانې زېږديزې مياشتې راهيسی په ټول هېواد کې د معمول خلاف د هوا د تودوخې خورا ډېره ټيټه شوې ده.

په يو شمېر ولايتونو کې د درنو واورو او ورښتونو له امله هوا دوه چنده نوره هم سره شوې ده.

له وروستيو څو ورځو راهیسی د هېواد په ځينو برخو کې د هوا د سوړوالي له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې.

تازه په بدخشان ولايت کې شپږ ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

همداراز په پنجشېر ولايت کې د سړې هوا له امله ۵۳۰ پسونه او ويې او ۱۲۵ غوا ګانې مړه شوي دي.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې په بادغيس ولايت کې هم د هوا د سوړوالي له امله يو شپونکی او څلور ماشومان مړه شوي دي.

د هوا د سړېدو له امله زيات شمېر خلک بشري مرستو ته اړتيا لري خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د وروستيو پرېکړو له امله په هېواد کې يو شمېر مرستندويه ادارو خپلې بشري مرستې ځنډولې دي خو د ژر بيا پيل خبر يې ورکوي.

د طالبانو حکومت هم د مرستندويه ادارو غواړي چې بېرته خپل فعالیتونه پيل کړي او اړمنو ته بشري مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا په نجونو او ښځو د بنديزونو له امله په هېواد کې ډېرو مرستندويه ادارو خپل فعاليتونه او بشري مرستې ځنډولي دي.

Comments are closed.