The news is by your side.

د پاکستان پر اقتصاد بله ټکه راولوېده

د پاکستان پر اقتصاد بله ټکه راولوېده نړيوال بانک دغه هېواد ته قرض ورکول وځنډول.

نړۍ وال بانک پاکستان نه د يو ميليارد او سل ميليونه ډالرو قرض مرسته وځنډوله.

دغه بانک وايي پاکستان اول بايد په خپل مالي سکټور کې اصلاحات راولي او پر وارداتو ماليي کمې کړي.

د پاکستان اقتصاد لا له وړاندې دومره ځپل شوی چې بېرته په پښو د دریدو امکان يې کم دی.

د پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۲ کال په وروستۍ دسمبر مياشت کې د اقتصادي او ماليي کړکېچ له امله پر نړيوالو د مرستو غږ وکړ چې د نړيوال بانک په ګډون يو شمېر سازمانونو او هېوادونو هم ورته د قرض ورکولو ژمنې وکړې.

د پاکستان حکومت د دغو ژمنو په ترلاسه کولو څه نا څه هيله مند شو او په چارواکو کې يې ساه وچلېده، خو تازه نړيوال بانک ترې خپل قرض مرسته سپمولې ده.

پاکستان کې دا مهال د اقتصادي بحران له امله د خوراکي توکو بيې خورا ډیرې لوړې شوي دي او د دغه هیواد د ديوالي کېدو له ګواښ سره مخ ده چې ځينو چارواکو يې وار له مخه له هېواد د خپلو پانګو د ويستلو لپاره هڅی شروع کړي دي.

Comments are closed.