The news is by your side.

د نړۍ تر ټولو ښکلی دويم هوايي ډګر وپېژنئ

د ترکیې استانبول هوایي ډګر د نړۍ ترټولو ښه وصل شوي هوایي ډګرونو په لیست کې دویم ځای لري.

دا هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو هوایي ډګرونو څخه لوی هوایي ډګر دی.
د ترکیې د ولسمشر اردوغان لپاره د استانبول نوی هوايي ډګر تر ټولو له ویاړونو ډکه پروژه وه، خو بشپړ پرانیستل څو ځله ځنډول شول. دغه هوایې ډګر دوه کاله مخکې په پشپړ ډول پرانیستل شو.
د نړۍ تر ټولو معتبر منلي شوي د هوایي چلند ډیجټال تحلیلي سیریم شرکت په نړۍ کې د 20 ترټولو ښه وصل شوي هوایي ډګرونو لیست یې چمتو او خپور کړي
د جرمني فرانکفورت هوایي ډګر په لومړي قطار کې راځي.

دغه درجه بندي په دې بنسټ ترسره شوي ده، چې په 2022 کې د هر هوایي ډګر څخه څومره
الوتنې او ترانسپورټي خدمات وړاندې شوي دي.
تیر کال د فرانکفورت هوایي ډګر څخه 330 منزلونو ته یا هوایې ډګرونه یې سره وصل کړي او ترینه الوتنې ترسره شوي دي.
د جرمني فرانکفورت هوایې ډګر د استانبول هوایې څخه یوازې شل پاینټه مخکې دی.
د سیریم شرکت وایې، چې په شمالي امریکا کې ترټولو ښه وصل شوي هوایي ډګر د شیکاګو (ORD) هوایې ډګر دی، چې د 278 ځانګړي ځایونو ته ترینه الوتنو شوي او په نړۍ کې پنځم ترټولو ستر او بوخت ښه وصل هوایي ډګر دی.
په غوره شلو هوایې ډګرونو لیست کې نږدې ټول شمالي امریکا او اروپایي هوایي ډګرونه شامل دي. د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر (DXB) د دې سیمو څخه بهر پاتې شوي یوازینی هوایې ډګر دی. خو د اماراتو مرکز د 262 ځانګړي ځایونو وصلو سره په لیست کې اووم ځای لري.

په حیرانتیا سره د نیویارک-JFK هوایي ډګر د شلو غوره شویو هوایي ډګرونو په لیست کې نشته.
په هرصورت، دا یو حقیقت دی چې نیویارک درې لوی هوایي ډګرونه شتون لري، د دې هوایې ډګر په ناکامۍ کې لوی رول لوبولي دی.
همدا ډول د اتلانتیک په اوږدو کې د لندن درې هوایي ډګرونه – هیترو (LHR)، ګاتویک (LGW) او سټینسټډ (STN) – ټولو په شلو ښه وصل شویو هوایې ډګرونو کې لاندې مقام ترلاسه کړي دی. یوازې هوایي ډګر د هیترو هوایې ډګر چې د 242 ځانګړو ځایونو او هوایې ډګرونو سره وصل دی، په لیسټ کې 8 ځای خپل کړي.

د استانبول هوایي ډګر په نړۍ کې د ډیر اړیکو سره د نړۍ هوایي ډګرونو په مینځ کې دویم ځای لري، دغه خبر تورکې هوایې چلند ادارې IGA نن د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل.
دغه بیان د نړۍ تر ټولو وصل شویو هیوایې ډګرونو لیسټ چې د The World’s Most Connected Airports“-Liste von Cirium لخوا وړاندې شوي همدې هوایي چلند سکتور په اړه یې څېړنې ترسره کړي دي.
جرمني کې د فرانکفورټ هوایي ډګر تر ټولو ښه وصل شوي آلماني هوایي ډګر دی. د فرانکفورټ هوایې ډګره 330 هوایې ډګرونو یا ځایونو سره اړیکې لري، چې د لیسټ په سر کې دی.
د استانبول هوايي ډګر د 309 هوايي ډګرونو یا ځایونو ته د ټرانسپورټ په برابرولو کې په لیسټ کې دویم ځای لري.
د IGA استانبول هوایی ډګر، د 309 ځایونو ته د ترانسپورت په برابرولو سره، د فرانکفورت هوایی ډګر په دویم ځای کې دی.

په ورته وخت کې په پاریس کې د چارلس دو ګول هوایي ډګر د 308 موخو ته الوتنې کوي، چې په دې لیسټ کې دریم ځای لري.

دا هم دلته په 2022 کې د نړۍ ترټولو ښه غوره وصل شوي هوایي ډګرونو بشپړ لیست چې د سیریم شرکت له خوا درجه بندي شوي دی:
د نړۍ هوایي ډګرونو درجه بندي د مستقیم الوتنو او اړیکو شمیرې .
1 فرانکفورت هوایی ډګر (FRA) 330
2 د استانبول هوايي ډګر (IST) 309
3 د پاریس چارلس دو ګول هوایي ډګر (CDG) 308
4 د امسټردام هوایي ډګر شیفول (AMS) 293
5 د شیکاګو O’Hare نړیوال هوایي ډګر (ORD) 278
6 دالاس/ فورټ ورت نړیوال هوایي ډګر (DFW) 269
7 د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر (DXB) 262
8 د لندن هیترو هوایي ډګر (LHR) 242
9 د روم لیونارډو دا ونسي-فیومیسیینو هوایي ډګر (FCO) 239
10 د ډنور نړیوال هوایي ډګر (DEN) 226
11 د ویانا هوایي ډګر (VIE) 221
12 هارټسفیلډ جیکسن اتلانتا نړیوال هوایي ډګر (ATL) 220
13 د مونشن فرانس جوزف سټراوس نړیوال هوایي ډګر (MUC) 216….
لیکوال: ډاکتر سراج ببرکزی

Comments are closed.