The news is by your side.

امير خان متقي: په ښځو مو ځکه بنديزونه لګولي چې نړيوالو په موږ بنديزونه لګولي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنې محمد د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امير خان متقي سره د افغان نجونو او ښځو پر وضعيت خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنې محمد سره په ليدنه کې ويلي چې پر ښځو مو ځکه بنديزونه لګولي چې نړيوالو په موږ بنديزونه لګولي دي.

د طالبانو وزير امير خان متقي زياته کړې چې پر افغانستان بنديزونه دي، پر بانکي سیستم مو محدوديتونه دي، سوداګري مو له ستونزو سره مخ ده، نه شو کولی بهر پيسې وباسو چې خواړه او تېل پرې هېواد ته وارد کړو.

امير خان متقي دا راز د ملګرو ملتونو مرستيالې امنې محمد ته ويلي ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت سره څه مرسته کړې چې موږ یې خپلو مشرانو ته ووايو او قانع يې کړو چې ستاسې وړانديزونه هم درک کړي. وايي نړيوالو تراوسه د دوی ځينې مشران هم له تور لېست نه نه دي ويستلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امنه محمد تېره اوونۍ د يو لوړ پوړي مسلمان پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلې او د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره يې د افغان نجونو او ښځو پر وضعيت خبرې کړي دي.

دا چې د نوموړې سفر به افغانستان او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو د اوسني وضعيت لپاره مثبته پايله ورکړي که نه هغه پوښتنه ده چې راتلونکي کې به ځواب شي.

Comments are closed.