The news is by your side.

۳۵ کاله مخکې د باچا خان مرګ د ده د فلسفې مرګ وو

نن د فخر افغان خان عبدالغفار خان پاچا خان بابا (۳۵) تلین دی؛ روح یې ښاد او پر مزار یې ګلونه.

پاچاخان په یوه داسي قوم کې پیدا شوی وو چې د سپیو؛ کرکانو؛زرکانو جنګ او په عام مظحر کې جزاګانو ته زرګونه خلک را ټولېږي، خو علمي ناستې؛ د نجونو پر زدکړو او ښځو د کار د بندیز خلاف غونډې ته د ورتګ ایمان نه لري.

پاچا خان په داسي قوم او ملت کې د عدم تشدد فلسفه خوروله چې د نارینه پر زېږېدو او واده دواړو ډزې کوي؛ د ښځو په ترټلو؛ وهلو او زلیله کولو فخر کوي.

پاچا خان یو په علم او پوهه سامبال قوم او ملت لټاوه؛ خو له بده مرغه د هغه دا ارمان پوره نشو او ملت یې د یوې بېسارې پردۍ جګړې داسي ښکار شو چې سر او بر یې لا تر اوسه نه دی معلوم.

د پاچاخان پنځه دېرش کاله د مرګ و شول او دده د ټولي فلسفې مرګ د ده مرګ وو.

له بده مرغه نن پاچاخان هم د خلکو هېر دی او دده د عدم تشدد فلسفه هم د خلکو هېره ده؛ آن تر دې چې ددې ګروپ یو ښاغلي او د خبریال ادارې ایډیټور صاحبانو ته هم دا مهمه ورځ نه ده معلومه.

روح یې ښاد
میرویس افغان

Comments are closed.