زه وحشي، بی رحمه او ځناور یم؛ ووایي! نور څه یم؟
ما په همدې جملو څه د پاسه څلویښت کاله وړاندې هم قناعت کړی ؤ، خو څه یې کوي زه د خلقي، زه د مجاهد او تالب اولاده وم، ایا د هغه پلار پر وړاندې دریدل اسان ؤ، چې هغه د قاتلینو یو کاروان سره مل ؤ؟ وبخښۍ زه نن هم ښکاره نه یم، بلکې: د پردې شاه ته خپل احساسات درسره شریګوم.
تیر ماخستن ناروغ وم ساړه مي کیدل، ګهیځ مي میرمنې مور ته دا خبره کړې وه، زه لا د خوب په بیستر کې وم، چي مور مي سر ته ولاړه وه درمل او ګیلاس اوبه یې په لاس کي، زویه ژر شه دا درمل وخوره، چي روغتیا دي په برخه شي، هو: زه اوس ډیر ښه یم او د مور د لاس درمل به نو ولي موثر نه ؤ.
دې ته د زمانې د انسانیت مینه، محبت او رحم وایې.
موږ څه کړي دي؟ ما د همدې رحم، انسانیت، مینې او محبت پر وړاندې د تیره توره کښلې او دا ټول د مینځه وړم، توف لعنت پداسي منصبداري باندي.
بله واوره! په کور کي یو جدي ښځینه ناروغه لرم کیدلای شي یو وخت عملیات را څخه وغواړي دلته، خو د ښځو پر کار او تعلیم پابندې ده څه وکړم؟ هو! ضرور ده، چي بي رحمه ګاونډي ته به یې وړم، ضمیر مي نه مني، چي د ناروغ عملیات مي نارینه وکړي، بالاخره پښتانه یو پنځه زره ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو…
هیر مي شول بله واوره: څه وخت وړاندې مي د کاکا میرمن ناروغه وه، ملتان ته یې د تداوې لپاره اولادونو انتقال کړې وه، وریندار مي ډیره څالاکه وه له زوی څخه یې یوه اندازه پیسې له کوره پټې ور اخیستې وې دې فکر کوی، چي زوی مي هلک له هلکانو څخه دی که یې پیسې چا ځنې غلا کړې په نابلده ځای کي به لاس په خوله نه کیږو.
څه سر دي ګرځوم د کاکا د ښځې عملیات، چي پیل کیږي پدې وخت کي، د انیستيزي په حال کي د کاکا ښځه زوی نه شي پوهه کولای، چي جیب کي مي پیسې دي او د ښځینه داکترانو په خبرو مي د کاکا زوی نه پوهیږي، هغه ؤ د کاکا زوی مي له عملیات خونې راوتلی عملیات پیل شوي کله، چي ډاکترانې راوتلې په دې وخت کي نورو ښځینه کارمندانو پر جیب لاس ورتیر کړی کله، چي مي د کاکا ښځه له عملیاتو څخه وروسته پر حال راغله، نو؛ له افسوس او فریاد څخه یې مه شي خبر.
د شرم او حیا خبره ده: چي وه یې کړم که نه اخر پښتانه یو پنځه زره ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو. توکل مي پر هغه سترڅښتن دی، چي زما د هرې ناروا باوجود لمر هم راباندي خیژه وي. هغه دا: چي ما او د ژوند ملګري مو نور اولادونو ته هم د پای ټکی کیښودی هغه ځکه، چي ملګري مي راته وویل: که خدای ناخسته، شفاخانې ته اړ شوو څه به کوو ما هم پره زړه لویه تېګه کیښوده او ومي منله.
زمانې زه دي د رحم قائل نه یم…
لیکوال: ورک افغان
Comments are closed.