The news is by your side.

ملا عبدالسلام ضعیف ولې خپل يو طالب ملا په مردارې وياله کې راچپه کړی وو؟

د طالبانو پخوانی جهادي مشر او په پاکستان کې د طالبانو د پخواني حکومت سفير ملا عبدالسلام ضعیف په ټوېټر کې د خپلو یاداښتونو د ليکلو لړۍ پيل کړې.

ملا ضعیف په ټوېټر ليکلي چې يو ورځ د يعقوب څلور لارې مسجد کې د جمعې لمانځه ادا کولو په اراده روان شوم چې په لاره کې د امر بالمعروف يو طالب ملا تېرېدونکې په چادري کې يوه ښځه په لښته ووهله او د يو چړي پښو ته وغورځیده، چې حواسو مې ورته کار پرېښود او پرې راباندې مې کړل.

ملا عبدالسلام ضعیف زياته کړې چې يو وخت پوه شوم چې ملا مې د ناولو اوبو په لښتي کې راچپه کړی او مردارې خټې يې هم تېرې شوې وې.

نوموړی زياتوي چې وروسته د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د پوښتنو لپاره وغوښتم چې ولې دې زموږ ملا وهلی دی؟ وايي د پېښې وضاحت مې ورکړ او بېرته يې رخصت کړم.

ملا عبدالسلام ضعیف د خپلو ټويټري ياداښتونو په لړۍ کې د طالبانو د پخواني حکومت پر مهال د ځينو پېښو ليکل پيل کړي چې دا يې هم يو له هماغو پېښو ده.

Comments are closed.