The news is by your side.

ملګرو ملتونو ولې طالبانو سره د ګډ عکس اخيستو له امله بخښنه وغوښته!؟

ملګرو ملتونو د طالبانو د بيرغ لاندې د دغه سازمان د پلاوي له عکس اخيستو څخه بخښنه وغوښته.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند
سټيفن دوجاريک پرون جمعه فاکس خبري اژانس ته وويل چې دوی خبر شوي چې پلاوي يې د طالبانو سره د دغې ډلې د بيرغ لاندې عکس اخیستی او بايد چې داسې نه وو شوي.

نوموړي وويل ملګري ملتونه د دغې تېروتنې له امله بخښنه غواړي.

ياد عکس چې په کې د ملګرو ملتونو پلاوي په کابل کې د طالبانو سره د دوی د حکومت تر بيرغ لاندې اخيستی وو د پنجشنبې په شپه په خواله رسنيو کې لاس په لاس شوی وو.

د طالبانو حکومت د رسميت نه پېژندلو له امله د دغې ډلې بيرغ هم په‌ نړيوالو کنفرانسونو او ورزشي ميدانونو کې نه درول کيږي او د افغانستان په استازيتوب پخوانی ملي درې رنګه بيرغ درول کيږي. او نه هم د نورو هېوادونو پلاوي غواړي چې د طالبانو د بيرغ لاندې عکس واخلي.

طالبانو بيا په خپلو ټولو حکومتي ادارو کې د ملي بيرغ ځای خپل سپين بيرغ ته ورکړی او ان عامو خلکو ته هم د ملي بيرغ ګرځولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو له امله دغه ډله وارخطا ده او زور یې له افغان ښځو وباسي چې د نړيوالو د غوښتنو پر خلاف پرې محدوديتونه او بنديزونه لګوي.

Comments are closed.