The news is by your side.

د مرسل نبي زاده له وژنې وروسته نړيوالو په هېواد کې د پارلمان بندو وکيلانو د ويستلو ژمنه کړې

د پخوانۍ وکیلې مرسل نبي زاده له مرګ وروسته په افغانستان کې د بندو پارلماني و کیلانو د وتلو چانس زیات شوی دی.

د پخواني پارلمان د وکیلانو د دارالنشا ریس قادر ځاځی وایي چې له هیواده د بندو وکیلانو د ایستلو په تړاو یې ژمنې تر لاسه کړې دي.

نوموړي خبریال وېب پاڼې ته له زیاتو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه خو تاید یې کړه چې افغانستان کې بند و کیلان یې خبر کړي دي چې خپل غوښتنلیکونه ور وسپاري.

د افغانستان د پارلمان یو وکیل چې نه یې غوښتل نوم یې وا خیستل شي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې خپل اسناد یې قادر ځاځي ته سپارلي او ډاډه دی چې له هیواده د وتلو لار به و مومي.

یوه افغانه وکیله وایي چې که چېرته نړۍ واله ټولنه افغانستان کې بند و کیلان ونه باسي هر یو به د مرسل نبي زاده په برخلیک اخته شي.

د افغان پارلمان وکیله مرسل نبي زاده تېره اونۍ د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې دننه د شپې په شهادت ورسول شوه.

د یادولو وړده چې دا مهال نېژدې پنځوس وکیلان او تر سلو زیات د وکیلانو کورنۍ افغانستان کې بندې پاتې دي.

Comments are closed.