The news is by your side.

د طالبانو پاسپورټ اداره کې د فساد اوج

خبریال وېب پاڼه- خبریال وېب پاڼې ته په لاس ورغلي شواهد ښيي چې د طالبانو حکومت په بیلا بیلو ادارو کې مالي او اداري فساد اوج ته رسېدلی دی.

د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې رسماً د طالبانو له لوري د پاسپورتونو د وېش لړۍ بنده ده؛ خو ده د خپلې کورنۍ یوه غړي ته په ۱۹۰۰ نولس سوه امریکایي ډالر یو پاسپورت جوړ کړی دی.

یو بل کس بیا وایي چې پاسپورت یې د روانې جنوري میاشتې پر لسمه نېټه د ۱۶۰۰ شپاړس سوه امریکایي ډالرو په بدل کې جوړ کړی دی.

خبریال وېب پاڼې ته د پاسپورتونو عکسونه رسېدلي چې تازه د نوي زېږديز کال په پيل کې جوړ شوي دي.

خلک د طالبانو حکومت په اداري فساد تورنوي او وایي چې تر پخواني جمهوري حکومت هم په فساد کې پر مخ تللي دي که یې کابو نه کړي د حکومت ډېري برخې به ډېري زیانمنې کړي.

خلک وايي که چېرته طالبان فساد کابو نه کړي د جمهوريت له چارواکو به هم په بد برخلیک اخته شي.

طالبانو له اوږدې مودې راهیسې د تخنيکي ستونزو په بهانه د پاسپورټ اداره تړلې خو خلک وايي پاسپورټ يوازې هغه کسانو ته ورکول کيږي چې وس لري او کولی شي په يو پاسپورټ زرګونه ډالر ورکړي.

Comments are closed.

koi finance