راشد خان په شل اوریزه کرکټ کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې
خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو لوبډل مشر راشد د کرکټ په شل اوریزه سیالیو کې خپلې پنځه سوه ویکټې پوره کړې.
د خبریال وېبپاڼې د راپور له مخې نوموړي تېره ورځ د جنوبي افریقا په سوداګریزو سیالیو کې د « د پریټوریا کپیټل» لوبډلې سره په لوبه کې د ۱۶ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول او په دې سره یې د خپل شل اوریزه کرکټ په تاریخ کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه د ۵۰۰ ویکټو په پوره کېدو خوښي ښودلي او ویلي یې دي چې هڅه کوي په هر ځای کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.
نوموړي ته افغان کرکټ بورډ، ګڼ شمېر افغان او بهرنیو لوبغاړو، د کرکټ نړیوالې شورا، او د کرکټ لوبې ګڼو مبصرینو د ۵۰۰ ویکټو د پوره کېدو مبارکي ویلي.
له راشد خان وړاندې د وېسټ انډیز پخواني لوبډلمشر ډوېن براوو ۵۰۰ وېکټې اخیستې وې.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په شل اوریزو لوبو کې ډوېن براوو، ۶۱۴، راشد خان ۵۰۰ او سونیل نارین بیا ۴۷۴ ویکټې اخیتسې دي.
نوموړي تر اوسه ټولې ۳۷۱ شل اوریزه سیالۍ کړي.
هغه په دغو سیالیو کې په یو اننګز کې ۹ ځلي څلورـڅلور لوبغاړي او څلور ځلي ۵ـ۵ لوبغاړي سوځولي دي.
د راشد خان غوره توپ اچونه په یوه لوبه کې د ۱۷ منډو په ورکړې سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي.
د یادونې وړ ده چې راشد خان د نړۍ په هرغوره سوداګریز لیګ کې لوبېدلی او اوس مهال د جنوبي افریقا په شل اوریزه سوداګریز لیګ کې د «کیپیټاون» لوبډلې لوبډل مشري په غاړه لري.
Comments are closed.