The news is by your side.

“ته احمق یې؟ او که پر موږ دې د احمقانو ګومان کړی؟”

پنځه ویشت کاله وړاندې کله چې مجاهدین کابل کي پر خپلمنځي جهاد بوخت و له یوهٔ بل سره جګړه کې یې افغان پلازمېنه ورانوله او په هر ګوټ کې بې ګناه مسلمانان وژل کېدل، د پناه اخیستو په تکل الوتکه کې لندن ته را ورسېدم. له رسېدو سره سم، را ته د شوې لارښوونې له مخې مې پاسپورټ څیرې کړ او ځان مې د هوایي ډګر پولیسو ته وسپارهٔ. په روانه انګریزي ژبه مې ورته وویل چې له افغانستانه راغلی یم. هغوی نه منله ځکه په انګریزۍ ژبه مې روانې خبرې کولې او هغوی داسې انګېرله چې ګواکې له کوم بل خوندي هېواده راغلی یم او دوی تېرباسم. ما انګريزي ژبه په خپله زده کړې وه، ډېر وخت به مې د دغې ژبې زده کړې ته وقفوه. دلیل یې دا و چې د ګټې وټې ژبه بلل کېده.

ښه مې په یاد دي چې دوه ځوانې افسرې راغلې او لومړۍ پوښتنه یې دا وه چې انګریزي مې چېرې زده کړې؟ زما ځواب دا و چې په کور کې مې په خپله زده کړې، د ښوونځي او د ژبزده کړې د نورو مرکزونو په تړاو مې د نورو جزییاتو ورکول نه غوښتل. هغوی را ته حیران حیران کتل. یوې په حقه را ته وویل:

په خپله احمق یې او که پر موږ دې د احمقانو ګومان کړی؟

نو نن مې چې د امریکا سره د سولې خو له افغانانو سره د جګړې د غځولو په تړاو د ځینو طالب مشرانو استدلال اورېده نو د ګمرک د هماغې افسرې داخبره ناڅاپي را په زړه شوه، :

تاسو احمق یې او که پر موږ مو د احمقانو ګومان کړی؟

معاهده له امریکا سره ده نه له افغان حکومت سره.“

دا بي بي سي اردو ته د خیرالله خیر خواه وینا وه، او بیا وروسته د طالبانو یوه اعلامیه هم مخې ته راغله چې ظاهرایې خپلو نومولو والیانو ته استولې او هغوی ته لارښوونه شوې پر افغان ځواکونو بریدون پیل کړي.

دا راز وینا او عمل افغانستان کې د طالبانو  د ۲۰ کلنې جګړې څرنګوالی له پوښتنې سره کوي.

جګړه څه لپاره وه؟ داشغالختمولو لپاره؟ نو اشغالګر یا نیواکګر دي څوک؟ امریکا او که افغان ځواکونه؟

که افغان ځواکونه د طالبانو په وینا له امریکایانو سره دي نو ما خو ځانته هېڅ قناعت ورکولی ونشوای چې د ستونزې له اصلي زړي یا هستې سره جوړه خو د ستونزې یوهٔ اړخ سره جګړه؟ دا څنګه کېدای شي؟

مذهبي پوښښ کې د واک لپاره جګړه

د چارو څارونکي وایي که طالبان جګړې ته دوام ورکوي دا په دې مانا ده چې د واک له جګړې اوس پرده پورته شوه. طالبانو ویل چېاشغالد سولې خنډ دی، اوس خو له امریکایانو یانېاشغالسره هوکړه لاسلیک شوه، پر نړیوال دریځ د دوی په وینا داشغالله استازي سره  لاس ورکړل شو. نو بیا له افغان حکومت سره ولې نه. که دا استدلال وي چې د افغانانو خپلمنځۍ ناسته کې پر اوربند خبرې کېږي نو چې بالاخره خبرې کېږي نو ولې باید د سلګونو نورو بېګناه مسلمانانو وینه وبهېږي. دا خو اوس څرګنده ده چې طالبان به پر امریکایانو بریدونه نه کوي یانې تمریکایی به نه وژل کېږي یوازې او یوازې به افغان وژل کېږي.

دا خبرې چېافغان لوری په رسمیت نه پېژنوهغو ته ورته دي چې مجاهدینو به د اتیایمې لسیزې وروستیو کلونو کې کولې او پایله یې د افغانستان ورانېدل او د مجاهدینو رسوایي را ووته. تر ډېره څرګنده ده چې افغانان له تېر زده کړه نه کوي خو آیا طالبان بیا د نویمو کلونو تکرار غواړي؟!

لیکوال: انجینر امان (ب)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.