The news is by your side.

طالبان: د اوچا ادارې د راپور په غبرګون؛ زموږ نظام په بهرنيو مرستو تکيه نه دی

د طالبانو حکومت د اوچت هغه راپور رد کړی او غبرګون يې ورته ښودلی چې په کې ويل شوي وو چې افغانستان له يو بې ساري بشري ناورين او د افغانستان حاکم نظام د اقتصادي سقوط له جدي خطرسره مخ دی.

د طالبانو د حکومت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد د اوچت د دغه راپور په غبرګون کې په يوه اعلاميه کې د اوچا خبرې رد کړې او زيات کړې يې ده چې موږ په ولس کې ژورې ريښې لرو او زموږ نظام هېڅکله په بهرنيو مرستو تکيه نه دی.

هغه اعلاميه چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته لېږلې په کې وړاندې زياته شوې چې افغانستان به د اوږدې جګړې له کبله تر يوه وخته اقتصادي ستونزو سره مخ وي خو وايي ډاډه يوو او بېرته به خپلې اقتصادي سرچينې ژوندۍ کړو.

طالبان داسې مهال افغانستان کې د اقتصادي ستونزو په اړه د نړيوالو راپورونه ردوي چې تر ډېره د دوی حکومت ماشين هم د بهرنيو هېوادونو او ادارو په مرستو حالات دی.

د طالبانو د حکومت له پيل سره سم ورځ تر بلې په افغانستان کې بېکاري زياتيږي او خلک تر بل هر وخت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

همدا راز د طالبانو له خوا پر ښځو د کاري بنديز له امله د خلکو د اقتصادي ستونزو کچه نوره هم لوړه شوه ځکه ډېری ښځې د خپلو کورنيو سرپرستی او ګټيالۍ دي.

Comments are closed.

koi finance