The news is by your side.

ازبکستان طالبانو سره خپله ژمنه ماته کړه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وايي ازبکستان ورسره د برېښنا په برخه کې په خپله ژمنه عمل ونه کړ.

دغه شرکت وايي ازبکستان له ژمنې سره سم په افغانستان لا هم برېښنا نه ده زياته کړې او د څو ورځو راهیسی چې ويل يې افغانستان ته به پوره برېښنا ورکوي اوس د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا پر ځای يوازې سل میګاواټه برېښنا راکوي.

د ياد شرکت مسوولين وايي دغه اندازه برېښنا د افغانستان د برېښنا تشه لا هم نه ډک کوي.

د ژمي په را رسېدو سره په افغانستان د ازبکستان برېښنا قطع شوې يا هم کمه شوې ده چې له څو مياشتو راهيسی د افغانستان د لويو ښارونو او ولايتونو اوسېدونکي د برېښنا د نشتوالي او پرچاوۍ له کبله له ستونزو سره مخ دي.

تېره اوونۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت وويل چې ازبکستان کې د هوا د سړښت له امله د برېښنا په برخه کې تخنيکي ستونزې پيدا شوي چې هغه حل شوې او برېښنا به یې زر وصل شي. خو دغه شرکت يو ځل بيا په خپله خبره او ژمنه کې پاتې راغی.

د برېښنا د پرچاوۍ له امله په دې وروستيو کې ډېری توليدي فابريکې هم له رکود سره مخ شوي دي.

Comments are closed.

koi finance