The news is by your side.

د پېښور خونړی برید؛ طالبان د پاڼ او پړانګ ترمینځ

طالبان د تاریخ له داسي پړاو سره مخامخ شول چې شاید تر اوسه نه وو ورسره مخامخ شوي.

طالب مشران پاکستان ته ځواب نه لري او (نه) نشي ورته ویلای؛ خو طالبان له ټي ټي پي سره د جګړې توان هم نه لري.

د طالب چارواکو په خبره چې د TTP شاوخوا دېرش زره جنګیالي شته دي چې له شپږو زرو تر ۸ زرو پوري یې انتهایي ټرین کسان دي.

دا شاوخوا دېرش زره کسان که د طالبانو خلاف د جهاد غږ اوچت کړي شاید د طالبانو ناراضه شوي یا خوابدي کسان هم ورسره یوځای شي.

نن یو طالب مشر راته وویل چې د شیخ هیبت الله دا فرمان چې صفوف به پاکوي له نورو دلایلو سره یې یو دلیل داوو چې د ټي ټي پي کسان د د فاع وزارت؛ کورنیو چارو وزارت او استخباراتو وباسي.

همداراز د فرمان بل اړخ دا وو چې شناختې کارټ لرونکي کسان به په امنیتي ارګانونو کې نه پاتېږي البته هغه شناختي کارټ لرونکي کسان چې تېرو شلو کلونو کې شناختې کارټونه جوړ کړي وي.

د شناختي کارټونو په لیست کې هم ډېر هغه د ټي ټي پي کسان راتللای شي چې عمرونه یې له 18 کلونو بیا تر38 کلونو پوري دي.

د شیخ هیبت الله له لوري په تېرو شلو کلونو کې شناختي کارت اخیستونکي ممنوع اعلان شوي دي؛ البته که خپل تابعیت افغان ثابت کړي او د پاکستان شناختي کارت پرېږدي بیا فرق نه کوي.

ځیني طالب مشران وایي چې د ټي ټي پي سره د طالبانو د حقاني شبکې نېژدې اړیکي لرل چې اوس تر ټولو له لوی چلنج سره همدا شبکه مخامخ ده.

تحریک طالبان پاکستان که څه هم تر اوسه څه نه دي ویلي خو وړاندي یې ویل چې طالب چارواکي د دوی خلاف نشي تلای؛ او که لاړل د TTP د مشرانو په وینا له دوی سره یې علاج شته دی.

طالبان چې تقریبأ د افغانستان د 34 ولایتونو د والیانو؛ د امنیه قوماندانانو او د وزیرانو شورا د لوی شمېر غړو جایدادونه؛ پیسې او کورنۍ یې پاکستان کې دي د پاکستان تر خبره نه شي تېرېدلای.

په داسي یو صورتحال کې چې طالب مشران د پاڼ او پړانګ تر میانځ دي شاید د طالبانو د ځینو ډلو له لوري په افغانستان کې د داعش په نوم چاودنې/ بریدونه اولویي پېښي وشي.
دوی شاید پاکستان او نړۍ والې ټولنې ته ور و فهموي چې افغانستان کې هم دهشت ګردي زیاته ده.

بل اړخ ته شاید ډېر ژر افغانستان کې دننه د TTP مشران په هدفي بریدونو کې ووژل شي.

*داسي یو صورتحال چې تر ډېره یې مدریت د طالبانو حکومت ته آسان نه دی.*

که چېرته پاکستان په افغانستان کې دننه د TTP خلاف عملیات وکړي شاید TTP خوابدي طالبان او د افغان پوځ هغه سرتېري چې هره ورځ د طالبانو له لوري وژل کېږي/ تذلیل کېږي له ځان سره یوځای کړي او د طالبانو اوسنی حکومت د پاکستان لاسپوڅی حکومت و ګڼي او خدای مکړه یوه بده جګړه پیل شي.

خبريال اداره

Comments are closed.

koi finance