The news is by your side.

د ترکيې حکومت په دې هېواد کې د خونړیو زلزلو له امله ۷ ورځې ماتم اعلان کړ

ترکيه کې له پرون شپې راهيسی د غبرکو پرلپسې شديدو زلزلو او په کې د درنې رګ ژوبلې له کبله د دغه هېواد حکومت د اووه ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ماتم حکم لاسليک کړ چې له مخې يې له پرون راهيسی ملي ماتم شروع او د روانې زېږديزې مياشتې تر ۱۲مې نېټې به دوام وکړي.

په دغه ماتم کې به په نورو هیوادونو کې د ترکيې سفارتونه او نمايندګۍ هم برخه اخلي او د فبرورۍ تر ۱۲مې نېټې د لمر تر ډوبېدو به په خپلو اړوندو ودانيو کې د ترکيې بيرغ نيمه ځوړندوي.

له پرون شپې راهيسی د ترکيې په بېلابېلو سيمو کې د ريښتر په کچه ۷,۸ درجې زلزلې له امله زرګونه تنه مړه او ژوبل شوي او په سلګونه ودانۍ نړېدلي دي.

په ترکيه کې د مړو شويو شمېر له دوه زرو واوښت او همدا راز د زلزلې د سختو ټکانونو له امله په سوريه کې هم د مړينې کچه له يو نيم زر ډېره شوې ده.

امکان لري چې په دواړو هېوادونو کې د مړينې کچه نوره هم زيات شي، ويل کيږي چې لا هم د نړېدلو ودانيو لاندې زيات شمېر کسان بند پاتې دي.

ترکيې سره د سيمې يو شمېر هېوادونو هم د بېړنيو مرستو اعلان کړی.

Comments are closed.

koi finance