پاکستان بهرنيو هېوادونو کې افغانانو ته د ويزې په ورکړې بنديز ولګاوه
د پاکستان حکومت په اروپايي هېوادونو کې خپلو سفارتونو او سياسي نمايندګيو ته ويلي چې افغانانو ته دې تر دويم امر ويزې نه ورکوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په برېټانيا، ايټاليا، هسپانیا، پرتګال، يونان، جرمني، اتريش، ناروې، آيرلېنډ، هالنډ او فراسنې کې خپلو سفارتونو او قونسلګريو ته يو مکتوب استولی او ترې غوښتي يې دي چې تر دويم دې افغان اتباعو د هر ډول ويزو ورکړه ودروي.
په ورته مهال د راپورونو پر اساس هغه افغانان چې په اروپايي او نورو لويديځو هيوادونو کې اوسيږي د محدودیتونو له کبله نه شي کولی مستقيم افغانستان ته ولاړ شي او مجبور دي چې د افغانستان د يو ګاونډي هېواد د ويزې په اخيستو لومړی هلته او بيا افغانستان ته ولاړ شي.
ځينو هغو افغانانو چې په اروپايي يا نورو لويديځو هېوادونو کې يې پناه اخيستې په دې وروستيو کې خپلې کورنۍ سره د ليدلو لپاره پاکستان ته ور غوښتې او يا د ځمکې له لارې افغانستان ته راتلل.
بهر ميشتې افغانان وايي د پاکستان د بنديزونو پروا نه لري او که اړتيا شوه د ايران، تاجکستان، ازبکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو ويزې ترې چا نه دي بندې کړي کولی شي يادو هېوادونو ته ولاړ شي او بيا خپل هېواد ته ورشي.
Comments are closed.